IQNA

حج په قرآن کې/۳

په صفا او مروه  کې منډه او سعي کول؛ د تاریخ په اوږدو کې توحیدي عبادت

10:53 - May 27, 2025
د خبر لمبر: 3491180
ایکنا -  صفا او مروه  د مسجدالحرام تر څنګ  یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي   چغو او دعاګانو  نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.

په تفسیري متنونو کې راغلي دي  چې «شعائر» د «شعیره» جمع ده او هغو نښو ته ویل کیږي چې د  خاصو  عبادتونو او  اعمالو د ترسره کولو لپاره ټاکل شوي دي. «شعائر الله» هغه نښې دي چې خداي تعالی د خپلو بندگانو د عبادت لپاره ټاکلي دي. له دغو نښو یوه صفا او مروه دي؛ دوه غرونه چې  اوس  د مسجدالحرام تر څنګ د پوښل شوي  لارې په بڼه دي او د خداي د کور  حاجیانو او زیارتوالو  ته امر شوی چې د دغو دواړو ترمینځ واټن اووه  ځله کچ کړي.

دا سعي  او منډه وهل د حضرت ابراهیم (ع) د مېرمنې، حضرت هاجر د ایثار او سرښیندنې یادونه کوي، چې د خپل ماشوم، اسماعیل، لپاره د یوې څاڅکي اوبو د موندلو په خاطر ئې دا لاره  اووه ځله له اضطراب او توکل سره  کچ کړه؛ هغه حرکت چې په توحیدي نظر کې دومره متعالي دی چې حضرت امام صادق (ع) وائي: «په ځمکه کې د دغو دواړو غرونو ترمینځ له دې ښه ځای نشته.» ځکه هر متکبر باید هلته کفن اغوستونکی، لوڅه  پښو او د غرور ویاړ له نښې  پرته،په منډه یا  په ګامونو سره خپل  عبودیت ښکاره کړي.

خو د جاهلیت په دوران کې د دغو  شعائرو  بڼه تحریف شوې وه. مشرکانو د «اساف» او «نائله» په نومونو دوه بتان  د دغو دواړو غرونو په سرونو ایښي وو او د سعي پر مهال به ئې ورڅخه تبرک غوښته. همدا موضوع لامل شوه چې د اسلام په پیل کې ځینو مسلمانانو فکر وکړ چې د صفا او مروې ترمینځ سعي یو جاهلي او ناخوښ کار دی. قرآن کریم د دغه ناسم تصور د سمولو لپاره په صراحت سره وئيلي دي؛ إِنَّ الصَّفا وَالْمَروَةَ مِنْ شَعائِرِ اللَّهِ» (بقره، آیت ۱۵۸)

دغه آیت نه یوازې د دغو دواړو ځایونو مشروعیت او تقدس ثابت کړ، بلکې دا ئې هم وښودله چې د قرآن په نظر، د بندګۍ نښې د تاریخي ناپاکیو  له امله نه شي پرېښودل کیدی. الهي شعائر، حتی که یوه ورځ له شرک او جهل سره ملګري شوي وي، د توحید او وحي په رڼا کې پاک او احیا کیږي.

https://iqna.ir/en/news/3493232

captcha